IQNA

د پیغمبر  اکرم(ص)په بیان کې د روژې د میاشتې فضایل او آداب

7:59 - March 26, 2023
د خبر لمبر: 3487089
ایکنا-(تهران)د روژې دمبارکې میاشتې د اهمیّت او فضیلت په باب  مختلف روایتونه شته دي چې په هغو کې د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې د اسلام دګران پیغمبر(ص)خطبه ډیره  د آوریدو وړ ده.

په ؛کنزالمرام فی اعمال  شهرالصیام ؛نومې معتبر کتاب کې راغلی دي چې شیخ صدوقد امام رضا علیه السلام  د یوه سند په اساس روایت کړې چې پیغمبر اکرم (ص)د شعبان دمیاشتې په وروستیو کې (له هجرته په وروسته یوه کال کې )یوه خطبه ولوسوتله  اوا وې فرمائيل؛ ائ خلکو !بې شکه چې د خداي میاشت  د تاسو وآخوا ته د په برکت،رحمت او بخښنې سره رالیږل شوې ده  . یوه داسې میاشت چې د خدای په نزد تر ټولو میاشتو ښه میاشت ده ، ورځې ئې له ورځو ترټولو ښې ، شپې ئې ترټولو ښې شپې او شیبې ئې ترټولو ښې شیبې دي.

هغه میاشت  چې پکې د خداي میلمستیې ته بلل شوي یاست او د خدای د کرامت اهل شوي یاست،ستاسو سا اخستل په دې میاشتې کې د تسبیح ثواب اود تاسو خوب  عبادت شمیر ل کیږي، ستاسو عملونه  پکې مقبول او ستاسو دعاګانې پکې منل  کیږي.

نو پس په سمو نیّتونو او له ګناهانو پاکو زړونو سره،او له ناخوښو صفتونو څخه لیرې له خدایه وغواړئ چې تاسو ته د روژې د ساتنې او په دغې میاشتې کې د قرآن دتلاؤت توفیق  درپه برخه کړي،چې  محروم او بدعاقبت هغه څو ک دی چې په دغې میاشتې کې د خداي له بخښنې محروم پاتې شي.

په دغې میاشتې کې پخپلې لوږې او تندې سره د قیامت د ورځې  لوړه او تنده یاد کړئ فقیرانو او  او اړمنو کسانو ته صدقه او خیرات و کړئ. د سپین روبو  احترام وکړئ، پر ماشومانو رحم وکړئ.له خپلو خپلوانو سره نیکي او احسان او لیده کاته وکړئ. خپلې ژبې له هغه  څه چې باید ونه وئيل شي، وساتئ . خپلې سترګې  له هغو مناظرو چې  حلالې نه دي وساتئ خپل غوږونه  له حرامو غږونو  وساتئ ،له یتیمانو سره خواخوږي او مهربانی  وکړئ،څو له تاسو وروسته دتاسو له یتیمانو سره همدغه شان چلند وکړي.

له کناهانو د خدي تعالی په لور توبه وکړئ، د لمونځونو په وخت خپل لاسونه د دعا په حالت کې آسمان وخوا ته لوړ  کړئ  چې  د لمانځه وختونه تر ټولو ښه  وختونه دي او په دغو ساعتونو کې  حق تعالی د رحمت په نظر سره خپلو بندګانو ته ګوري. د هغوی مناجاتو ته  ځواب ورکوي.د هغوي چغو ته لبیک وائي ، د هغوی غوښتې پوره کوي.

ائ خلکو! د تاسو ژوند د  تاسو له عملونو سره نغښتی دی ، نو دخپلو ګناهانو دبخښلو په غوښتلو سره  له ګرَؤ خلاص کړئ ، ستاسو څټونه د ګناهانو له ډير دروند پيټي  خم شوي دي ،په اوږدو سجدو سره  دا پيټي سپک کړئ،خداوند منان پخپل عزت  سوګند پورته کړی دی  چې لمونځ ګوزار او سجده کونکي به عذاب ونه وینی  او خدای تعالی پخپل عزت لوړه کړې ده چې لمونځ ګوزار او سجده کونکي به عذاب ونه وینی  او د جهنم  له اور سره به ونه ویرول شي.

ائ خلکو !په تاسو کې که هر  یو روژتی مومن په دغې پاکې او مقدسې میاشتې کې روژماتی ورکړي،د یوه مریۀد آزادولو جایزه به واخلي  او تیرې ګناهانې به ئې وبخښل شي.

ائ خلکو! هرڅوک په دې  میاشتې کې خپل اخلاق ښه کړي، نو په آخرت کې آرامښت ته ورسیږي او هرڅوک په دغې میاشتې کې خلک له خپل شره وساتي ، نو د قیامت په ورځ به خداوندمتعال  له هغه خپله غوسه  وغړوي.

هرچا په دغې میاشتې کې  له یوه یتیم سره مینه وکړه ، خدای تعالی   په قیامت کې د هغه درنښت کوي ،هرڅوک په دغې میاشتې کې له خپلو  خپلوانو سره راشه دیرشه  او احسان وکړي ، خداي تعالی په هغه باندې  خپل رحمتونه نازلوي  او هرڅوک په دغې میاشتې کې  له خپلو خپلوانو د خپلوئ ریښه غوڅه کړي، خداوندمتعال په قیامت کې  له هغه خپل رحمت غوڅوي..

ائ خلکو! په دغې میاشتې کې د جنت دروازې پرانیستي دي .له خدایه وغواړئ  چې  دا پر تاسو بند نه کړي، د جهنم دروازې هم په دغې پاکې میاشت کې تړلي دي ، له خدایه  وغواړئ چې پر  تاسو ئې خلاصې نه کړي. به دغې مقدسې میاشتې کې شیطانان بندیان وي ، له خدایه  وغواړئ  چې دوي پر تاسو مسلط نه کړي.

3893327

captcha